1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له یوه کال وروسته د دواړو کوریاوو د اړیکو ټینګښت

101067513_42ac4075-33c6-4eb7-b4af-df4dd1e7e256
27 Jul 2021

شمالي او سویلي کوریا د دواړو لوریو ترمنځ پرې شویو سرحدي اړیکو د لیکې په بیرته ټینګیدو هوکړه کړې ده.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې د دوه اړخیزو اړیکو ښه والي په موخه د دوو کوریاوو د مشرانو ترمنځ لیکونو له تبادلې وروسته دواړو هیوادونو د لومړي ګام په توګه مستقیمې سرحدي اړیکې ټینګې کړې.

مون جا این او کیم جونګ اون همداراز د دواړو لوریو ترمنځ د باور بیا ژوندي کیدو پر سر هم ټینګار کړی دی.