د بارسلونا ارجنټایني ستوری، لیونل مسي په دې لوبډله کې د بې شمیره ریکارډونو او لقبونو ترلاسه کولو وروسته، اوس له بارسلونا د جلا کیدو غوښتونکی دی.
د ګزارشونو پر بنسټ، لیونل مسي ویلي چې هیله لري په تړون کې یې داسې بند اجرا شي چې ورته له دې لوبډلې پرته له لګښته د ژر وتلو اجازه ورکړي.
خو د بارسلونا لوبډلې په باور، اوس مهال د داشان بند اجرا کیدل شونې ندي او مسي باید تر ۲۰۲۱ کاله په دې لوبډله کې ولوبیږي.
اوس مهال د منچستر سیټي، انتر میلان او منچستر یونایټډ لوبډلې د دې لوبغاړي د جذب په هڅه دي.
لیونل مسي د نږدې شلو کلونو لپاره په بارسلونا لوبډله کې لوبیدلی او له دې ټیم سره یې ډیرې ویاړونه ترلاسه کړي.
هغه په دې موده کې ۷۳۱ لوبې کړي، ۶۳۴ ګولونه یې وهلي او ۲۸۵ د ګول پاس یې ورکړی چې توانیدلی له دې سره ۳۴ ډالۍ چې ۱۰ یې د لالیګا اتلولي او څلور یې د اروپا د اتلانو لیګ ډالۍ دي، ترلاسه کړي.
مسي همداراز د سرو زرو شپږ توپونه او د سرو زرو شپږ بوټان لري چې له دې پلوه ریکارډ لري.