1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مسکو د شانګهای د همکاریو سازمان د کنفرانس کوربه

157604671
09 Sep 2020

د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیران، په خپله دوه ورځینۍ ناسته کې سیمه ییزې او نړیوالې سکالې څیړي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات ویانده، ماریا زاخارووا وایي چې د دې سازمان غړي همداراز د دې سازمان د فعالیتونو د پرمختیا او ودې او د کرونا ویروس له کبله د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي پایلو اړوند بحث کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف چې د دې ناستې مشري پرغاړه لري، د کنفرانس په څنډه کې له خپلو یو شمیر سیالانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر سر غږیړي او همداراز د پوله ییزو ناندرو د هواري لپاره د هند او چین ترمنځ منځګړیتوب هوډ هم لري.

روسیه، پاکستان، چین، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان او هند اصلي غړي او ایران، مغولستان، افغانستان او بلاورس د دې سازمان د څارونکو غړو په توګه حضور لري.

تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره په مسکو کې د دې سازمان د دفاع وزیرانو لومړنۍ ناسته وشوه.