1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پر امریکا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر نیوکې

فیصل-مقداد
24 May 2021

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په خپل هیواد کې د ترهګرۍ پر ماتولو او عادي حالت ستنیدو ټینګار وکړ.

فیصل مقداد له المیادین شبکې سره په مرکه کې، امریکا د سوریې د سرچینو په لوټ، د ترهګرۍ په ملاتړ او جګړه ییزو وسلو او سمبالتیاوو په استولو تورنه کړه.

هغه وویل چې لویدیځوال د سوریې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو سره غواړي چې سوریې ته د کډوالو د ستنیدو مخنیوی وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو په بهیر کې د سوریې د خلکو تکل ته ګوتڅنډنې سره، د دې هیواد د ستونزو په هواري کې د روسیې او ایران له ملاتړ او همکاریو ستاینه وکړه.

له بلې خوا د سوریې د ولسمشر ځانګړي سلاکار اعلان کړی چې هیواد یې له ګمراه کوونکې ترهګریزې او رسنیزې جګړې سره مخامخ دی.