د آلمان په لویدیځ کې د سختو اورښتونو او سیلاوونو د بهیدو په پایله کې، له شلو تنو ډیرو وګړو ژوند بایللی او له ۷۰ تنو ډیر هم تریتم دي.
د دې هیواد پولیسو اعلان کړی چې د سیلاوونو راوتلو د ځاني تلفاتو ترڅنګ، د آلمان د شولد ښار یو شمیر استوګنیزې ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.
سیمه ییز چارواکي د تریتم شویو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د پيل خبر ورکوي او ویلي چې د سختو اورښتونو د دوام له کبله، د دې ښار ډیرې سیمې او کلي تر اوبو لاندې دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، په آلمان، فرانسې، هالند، سویس او بلجیم کې د ورسوتیو اورښتونو له کبله، پراخ مالي او ځاني تاوان اوښتی دی.