1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په اتریش کې د برجام د ګډ کمیسیون ناسته

156432937
02 Sep 2020

دا ناسته تیره ورځ (سپتامبر لومړۍ)، د پنځه جمع یو ډلې، اروپایي ټولنې او ایران د استازو په حضور، د اتریش په ویانا ښار کې د ایران د هسته یي هوکړې د سکالو د ارزونې په موخه جوړه شوه.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس عراقچي اعلان وکړ چې د دې کمیسیون ټول غړي د برجام د ساتنې غوښتونکي دي او ټینګار لري چې امریکا د برجام غړې نده او د دې هوکړې د کمزوري کولو لپاره د دې هیواد له هڅو سره مخالفت لري.

هغه همداراز د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان له لوی منشي سره په لیدنه کې ویلي چې د برجام غړي هیوادونه د ایران پر وړاندې د وسلو د بندیزونو د غځولو لپاره د دې هیواد د پریکړې پرخلاف دي.

له بلې خوا په ویانا کې د روسیې سفیر ویلي چې دې ناستې وښوده چې د برجام کمیسیون ټول غړي په دې هوکړې پابنده او د ساتنې لپاره یې ژمن دي.