په اتوپیا کې په یوه مرګوني برید کې له سلو ډیر ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ تنه هم ټپیان دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، د وسله والو یوې ډلې د دې هیواد په لویدیځ کې په یوه کلي برید کړی او د څو ګړیو لپاره یې په خلکو ډزې کړې دي.
د اتوپیا د بشري حقونو کمیسیون د ځاني تلفاتو او مالي تاوانونو پخلي سره ویلي چې د دې بردی په لړ کې وسله والو همداراز ځمکې او کرنیز پیداوار هم سوځولي دي.
دا برید د دې هیواد په لویدیځ کې د خونړیو تاوتریخوالو د نوې څپې ښکارنده دی او یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د دې افریقایي هیواد لومړي وزیر دې سیمې ته د خپل سفر پرمهال ژمنه سپارلې وه چې قومي نښتو او تاوتریخوالو ته د پای ټکی ږدي.
د اتوپیا لویدیځ له ۸۰ ډیر قومي ډلې لري او د دې هیواد لومړي وزیر په دې وروستیو کې په دې هیواد کې د ملي یووالي په هڅه دی.