اروپا په کرونا د نویو اخته کسانو شمیر ډیریدو وروسته، بندیزونه لا ټینګ کړل.
داروپایي هیوادونو روغتیايي چارواکو په کرونا ویروس د بیا اخته شویو د شمیر ډيریدو وروسته اعلان وکړ چې ټولنیز او په تلو راتلو بندیزونه له سره پیلوي.
د ګزارشونو پر بنسټ، اوس مهال بریټانیا، فرانسه، اسپانیا او چک جمهوریت د کوویډ ۱۹ د خپریدو اصلي مرکزونه بلل کیږي چې د ورځې له سلو زرو ډیر وګړي اخته په ثبت رسوی.
له بلې خوا په هند کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۷۴ زره کسانو ثبتیدو سره، له اوو میلیونو واوښت او د مړو شویو شمیر هم ۱۰۹ زرو تنو ته رسیدلی دی.