په ایران کې د کرونا واکسین سراسري بهیر د دې هیواد د ولسمشر په سپارښتنه پیل شو.
د ایران د روغتیا وزیر اعلان کړی دی چې د روسیې د سپوټنیک وي واکسین له تر لاسه کولو سره نن په ۶۳۵ روغتیايي مرکزونو کې د کرونا واکسین بهیر پیل شوی او په لومړي ګام کې به نږدې ۳۴ زره روغتیایي کارکوونکي دا واکسین تر لاسه کوي.
سعید نمکي د روسیي واکسین څخه د ایراني وګړو ډاډ لپاره ویلي دي چې د ده زوی لومړی کس وو چې دا واکسین یې لګولی او هغه هیله مندي ښيي چې د ایران تولید شوی واکسین به راتلونکي پسرلي کې د خلکو په واک کې ورکړل شي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د کووید-۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره د خپل هیواد د روغتیا وزارت له دې برنامې او ګام څخه هرکلی کوي.
له بلې خوا ولادمیرپوټين په روسیه کې د کرونا ویروس درې ګټورو واکسینونو تولید، یوه علمي او ستره بریا ویلې ده.