د تاجیکستان خلک نن په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.
دا ټاکنې چې د رایې ورکونې په دری زره ډيرو مرکزونو کې ترسره شوې، نن سحار په شرایطو برابر ۵ میلیون وګړو په کې ګډون وکړ.
د تاجیکستان د پنځو سیاسي ګوندونو مشران، د دې هیواد د ولسمشر امام علي رحمان په ګډون د ټاکنو لپاره نوماندان دي.
له ۲۰۰ ډير خبریالان او ۱۵۰ نړیوال څارونکي او د شانګهای همکاریو سازمان څارونکي، له دې ټاکنو څارنه او خبري پوښښ ورکوي.
تمه ده لومړنۍ پایلې د رایې ورکونې ۲۴ ګړیو کې او وروستۍ پایلې تر دوو اوونیو اعلان شي.
په تاجیکستان کې، ولسمشر د ۷ کلونو لپاره ټاکل کیږي او اټکل کیږي چې امام علي رحمان د راتلونکو ۷ نورو کلونو لپاره هم ولسمشر وټاکل شي.