1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دمشق کې د کډوالو د ستنیدو نړیوال کنفرانس پیل شو

2020-10-14t165040z_86218322_rc2gij9uh3cs_rtrmadp_3_europe-migrants-greece-lesbos
11 Nov 2020

د ګڼو هیوادونو استازو په دې دوه ورځیني کنفرانس کې د سوریې د کړکیچ د هواري او د بیځایه شویو د ستنیدو اړوند خبرې کوي.

 

ایران، روسیه، چین، لبنان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات چې په دې ناسته کې حضور لري، په سوریې کې د سراسري سولې او د سوریې د میلیونونو کډوالو د ستنیدو لپاره د زمینې د برابریدو غوښتنه کړې ده.

دا نړیوال کنفرانس په داسې حال کې د روسیې تر څارنې لاندې ترسره کیږي چې امریکا او لویدیځو هیوادونو یې له ترسره کیدو سره مخالفت ښودلی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د دې ناستې له عملي پایلو د هیلې ښودلو سره ویلي چې د نړۍ ټولو هیوادونو ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

مخکې له دې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم له بشار اسد سره په ویډیویي ناسته کې اعلان وکړ چې د سوریې خاورې د لویې برخې د آزادۍ او د نښتو کیدو وروسته به د سوریې شپږ نیم میلیونه کډوالو ته د ستنیدو زمینه برابره شي.