دا هوافضايي نندارتون چې ماکس۲۰۲۱ نومیږي د هوایي صنعت د نړۍ د ۶۵ هیوادونو د سلګونو پیژندل شویو شرکتونو په حضور په مسکو کې جوړ شو.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوټین د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د نړۍ په کچه د خپل هیواد د هوایي صنعت لاسته راوړنو ته ګوتڅنډنې سره ټینګار وکړ چې راتلونکی د بې هوابازه الوتکو او په د الوتکو په صنعت کې د مصنوعي هوښ ګټنې پورې تړاو لري.
هغه اعلان وکړ چې مسکو د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د الوتکو او ستورمځلۍ په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
دا پنځه ورځینی نندارتون مسکو ته نږدې په ژوکوفسکي ښار کې جوړ شوی چې په هغه کې د نړۍ له لسګونو هیوادونو څخه ۲۵۰ شرکتونو ګډون کړی وو.
د روسیې هوایي شرکتونو په دې نندارتون کې خپل ګڼ توغندي هم نندارې ته وړاندې کړل.