1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سعودي عربستان کې د کرونایي بندیزونو غځیدل

2020-06-25T080856Z_1045279152_RC28GH9S17O0_RTRMADP_3_HEALTH-CORONAVIRUS-GULF
28 Dec 2020

سعودي عربستان د نویو بندیزونو له وضع کولو خبر ورکوي.

 

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې هیواد الوتنې او سمندریزو پولو او ځمکنیو لارو تګ راتګ بندیز تر راتلونکې یوې اوونې وغځید.

له دې سره،د دې پریکړې پربنسټ، هغه کسان چې د عربستان هیواد وګړي نه دي کولای شي د هوا له لارې نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

اوس مهال په سعودي عربستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر درې لکه او ۶۳ زره تنو ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۶۲۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په یو شمیر عربي هیوادونو لکه کویټ، عمان، لیبیا، سوډان او متحده اماراتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو او اخته کسانو شمیر مخ په ډيریدو دی.

له بلې خوا په نړۍ کې نوې شمیرنې ښيي چې ۸۱ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او یو میلیون او ۷۷۴ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.