1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په عراق کې امنیتي تابیاوې ډيرې شوي

الکاظمی
26 Dec 2020

د عراق لومړي وزیر اعلان کړی چې په هیواد کې به یې نویو ناندرو ته اجازه ورنکړي.

 

د عراق لومړي وزیر، مصطفی کاظمي په دې هیواد کې د جنګیالیو ډلو پر وړاندې د مخامخیدو لپاره د خپل دولت د چمتووالي اعلان کړي.

ښاغلي کاظمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د عراق دولت، په خپل هیواد کې د امنیت د ټینګښت پازه لري او هڅه کوي چې پر امنیتي او پوځي دستګاه د خلکو باور ستون کړي.

ښاغلي کاظمي تیره شپه په بغداد کې له دوو سیمو لیدنه وکړه او ویې ویل چې هیڅ چا ته به د ګډوډیو او ماجرا جوړولو اجازه ورنکړي.

د عراق په دیپلوماټيکو سیمو وروستیو توغندیزو بریدونو، په دې هیواد کې امنیتي اندیښنې ډیرې کړې دي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف، ډونالډ ټرامپ ته په سیمه کې د هر ډول ماجرا جوړولو اړوند هیښتیا ورکړه.