1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په عراق کې د د مرګونې اورلګیدنې د قربانیانو د شمیر ډیروالی

164625718
25 Apr 2021

د بغداد په یوه روغتون کې د اورلګیدنې د قربانیانو شمیر، لږ تر لږه ۲۰۰ وژل شویو او ټپیانو ته لوړ شوی دی.

 

د عراق چارواکو اعلان کړی چې دا اورلګیدنه تیره شپه د کرونایي ناروغانو ځانګړې خونه کې د آکسیجن بالون د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې او د اور وړانګې ژر خپرې شوې.

د عراق د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې پایله کې تراوسه ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۰ تنه نور ټپيان دي او همداراز له ۲۰۰ ډير هم ژغورل شوي دي.

له بلې خوا، د دې پيښې د قربانیانو د شمیر د ډيریدو اټکل هم شته دی.

د دې پيښې په لړ کې، د عراق دولت د درې ورځو لپاره ټولیز ویر اعلان کړ.