1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په عراق کې په یوه امنیتي مرکز د وسله وال برید په پایله کې ۲۰ تنه مړه او ټپیان شول

61775041
09 Nov 2020

د عراق امنیتي سرچینې وایي چې د بغداد په لویدیځ کې په یوه امنیتي مرکز د داعش وسله والو د برید په لړ کې، ۱۱ ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي.

 

د دې سرچینو په وینا، د داعش ډلې وسله والو د بمونو او وسلو په ګټنې د عراق د پوځ په امنیتي څلې برید کړی چې په پایله کې یې ۸ تنه نور ټپیان او روغتون ته لیږدول شوي دي.

ویل کیږي چې د دې برید پرمهال، یو شمیر خلک د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه لاس په کار شوي چې له دې کبله په وژل شویو او ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

له بلې خوا د پوځ او د عراق پولیسو بلې ډلې په پراخه کچه د دې پيښې په سیمه کې میشت شوي او پلټنځایونه یې جوړ کړي.

تراوسه داعش ډلې به دې تړاو غبرګون ندی ښودلی.