1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لس هاوو کډوالو د موریتانیا په ساحلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

13980914000079_Test_PhotoN
05 Dec 2019

د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی دی چې د موریتانیا ساحلونو ته نږدی، یوه بیړۍ ډوبه شوې ده چې ۱۵۰ سورلۍ یې درلودې.

د راپورونو پر بنسټ دا بیړۍ د څلور نۍ په ورځ(ډیسمبر ۴مه)هغه مهال چې په لس هاوو کډوال یې لیږدول د موریتانیا ساحلونو ته نږدی چپه شوې او ټوله سورلۍ یې ډوبه شوې ده.

سیمه ییز چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې نږدی ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نورو کډوالو ژغورنې لپاره هڅې دوام لري.

دې بیړۍ د افریقا له لویدیز ګامبیا څخه د شمال په لور روانه وه چې د لارې په اورږدو کې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوه او ډوبه شوې ده.

ویل کیږي چې یوشمیر افریقایې کډوال چې په خپل هیواد کې له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي،د ژوندانه د د ښه شرایطو برابریدو په موخه د انسان د قاچاقي بیړیو له لارې هڅه کوي ترڅو د اطلس اقیانوس او یا هم مدیترانه سمندر له نا امنو لارو اروپا ته ځان ورسوي.

دا پیښه په دې سیمه کې تر ټولو مرګونې سمندریزه پیښه ویل شوې ده.