1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نړۍ کې د کرونا د اخته کسانو او قربانیانو د شمیر بېساری لوړوالی

1-53-780x405-1
07 Nov 2020

د روغتیا نړیوال سازمان په تیرو ۲۴ ګړیو کې په ټوله نړۍ کې په کرونا د ۵۸۱زره کسانو د اخته کیدو او ۹زره تنو د مړینې خبر ورکړ.

 

له دې منځه امریکا کې ۱۲۰زره پيښې، فرانسه کې ۶۱زره پيښې، هند کې ۵۱زره پيښې، ایټالیا کې ۳۸زره پيښې، روسیه کې ۲۰ زره پيښې او برازیل کې ۱۸زره او ۹۰۰ نوې پيښې ثبت شوې دي.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو لکه بریټانیا، مکسیکو، پرتګال، آسترالیا او کاناډا هم په کوویډ-۱۹ د زرګونو تنو د اخته کیدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا ویروس د دویمې څپې اړوند هیښتیا ورکړې او ویلي چې اروپایي هیوادونه ستونزمن حالت پرمخ لري.

تراوسه په نړۍ کې ۴۹میلیونه او ۸۰۰ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې منځه ۱ میلیون او ۲۵۱زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ میلیونه او ۳۲۲زره تنه هم روغ شوي دي.