د سمندري امنیت د کمربند په نوم دا تمرین د دواړو هیوادونو د پوځیانو، جګړه ییزو بیړیو او لامبوزنانو په ګډون د نړیوالې سمندري سوداګرۍ د امنیت د پیاوړتیا، د سمندري غلاوو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي.
د ایران او روسیې پوځي چارواکو اعلان کړی چې دا سمندري تمرین په سیند کې د ډله ییزې همکارۍ او سولې او دوستۍ په شعار د عمان په سیند کې د ۱۷زره کیلومتره په واټن کې ترسره کیږي.
د روسیې سمندري ځواک د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې د دواړو هیوادونو بیړۍ ځغلوونکو په دې پوځي تمرین کې ځینې فرضي کرښې موخه وګرځولې.
د ایران او روسیې د سمندري امنیت د تمرین ویاند ویلي چې په دې تاکتیکي تمرین کې د هدایتیدونکو توغندیو، توغندي ویشتونکو بیړیو، څارونکو بیړیو او لامبوزنانو ګډون سره به ځینې مشخصې کرښې، شپه او ورځ موخه وګرځوي.