په هند کې له سختونو اورښتونو سره هم مهاله د تالندې له کبله قربانیانو شمیر ۷۰ مړو او لس هاو ټپیانو ته لوړه شوه.
هندي چارواکو اعلان کړی دی چې دا طبیعي پیښه په تیرو ۲۴ ګړیو کې په اوتارپرادیش، راجستان او مادیا پرادیش ایالاتونو کې رامنځته شوې چې د ۶۸ مړو په ګډون په لس هاو نور ټپیان شوي هم چې ماشومان هم په کې شامل دي.
د دې پیښې ډیری قربانیان هغه کروندګر دي چې په خپلو کروندو کې بوخت وو.
په همدې حال کې د هند لومړي وزیر نارندرا مودي د دې مرګونې پیښې اړوند خواشيني ښودلې او زیانمنو ته یې د مرستې ژمنه سپارلې ده.
د هند د هوا پيژندنې ادارې هم د دوو راتلونکو ورځو په لړ کې د ډیرو تالندو له رامنځته کیدو هیښتیا ورکړې ده.