1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هند کې د طبیعي یخچالونو ښوییدو له کبله لس تنه وژل شوي او له ۱۵۰ ډیر تریتم دي

هیمالیا
08 Feb 2021

د ژغورونکو ډلو د عملیاتو پیلیدو سره تراوسه ۱۲ تنه کارګران چې په تونل کې ګیر پاتي وو، ژغورل شوي دي.

 

د ګزارشونو پر بنسټ، د هند په شمال کې د هیمالیا غرونو د طبیعي یخچالونو ماتیدو سره، د سیلاوونو د بهیدو لامل شوی چې په پایله کې یې د کلیو له لسو ډیرو اوسیدونکو او کروندګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۵۰ تنو ډیر هم تریتم دي.

په اوتراکنډ ایالت کې چې د ډهلي په ۵۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، بیړنی حالت اعلان شوی او ډيرۍ کلي هم چې د سیلاوونو پر مخه راتلل، تش شوي دي.

د هند چارواکو اعلان کړی چې که څه هم د اورښتونو موسم ندی رارسیدلی، د هیمالیا د طبیعي یخچالونو د ماتیدو لامل هم ندی روښانه شوی.

خو د چاپیریال ساتنې چارو فعالان په دې سیمه کې د اوبو د بند د جوړیدو په سیمه کې د طبیعي ناورین د رامنځته کیدو د اټکل هیښتیا ورکوي.

د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي هم په یوه ټویټ کې د دې ایالت له خلکو سره غمرازي او د سیلاوونو د لا ډیر تاوان هیښتیا یې ورکړې.