په واشنګټن د کې د نفتو د یوه لیږدوونکي اورګاډي د انحراف په پایله کې، پراخه اورلګیدنه شوې ده.
په واشنګټن کې د اوسبنیزې کرښې مرکز په یوې ویناپاڼه کې اعلان کړی چې د اومه نفتو لیږدوونکی اورګاډی د درې نۍ سحار په سیمه ییز مهال د سیاتل شمال او کاناډا پولې ته نږدې په واتکام سیمه کې له خپلې لارې اوښتی دی.
په بیانیه کې راغلي چې د دې پيښې په لړ کې، پنځه واګونه له ریل څخه بهر شوي چې د پراخې اورلګیدنې لامل ګرځیدلي، او اوروژونکی ځواب سیمې ته رسیدلی دی.
سیمه ییزو چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیمې له ۸۰۰ مترۍ چې ښوونځي، کلیسا او ګڼ شرکتونه دي، ترې ووځي.