امریکايي رسنیو ګزارش ورړی چې ډونالډ ټرامپ په ټاکنو کې د خپلې ماتې له کبله د کابینې د چارواکو د ګوښه کولو هڅه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټرامپ نن دوه نۍ، د دفاع وزیر مایک سپر له دندې ګوښه کړ او د ګزارشونو پر بنسټ هغه په پام کې لري چې د خپل هیواد یو شمیر نور هغه چارواکي چې په ټاکنو کې یې له ده ملاتړ ندی کړی، د سبینې ماڼۍ د پرې ایښودو وړاندې ګوښه کړي.
د ټرامپ دا ګام له نیوکو سره مل شوی او د امریکا د ولسي جرګې مشرې د ټرامپ په دې کار نیوکه کړې ده.
نانسي پلوسي د ټرامپ دا ناببره ګام د اندیښنې وړ بللی او ویلي چې غواړي هغه د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې هم د ګډوډیو او په امریکا و ټوله نړۍ کې د ناندرو لپاره ګټنه وکړي.
خو مایک سپر د ټرامپ د دې ګام په غبرګون کې ویلي چې ده له دې وړاندې خپله استعفا چمتو کړې وه.