1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ونزویلا کې پارلماني ټاکنې

637428089616089989_lg
06 Dec 2020

د ونزویلا اوسیدونکي نن په پارلماني ټاکنو کې د ګډون په موخه، د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.

 

دا په ونزویلا کې شپږ ویشتمې ټاکنې دي چې نږدې ۲۱ میلیون وګړو په کې ګډون کوي او د ۱۰۷ ګوندونو ترمنځ، د پارلمان ۲۷۷ نوي غړي د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

د دې هیواد ولسمشر نیکولاس مادورو، په پلازمینه کاراکاس کې د روسیې، ایران او ترکیې له پلاوي سره په لیدنه کې وویل: د ونزویلا پارلماني ټاکنو پایله به پر نړۍ اغیزه ولري.

مادورو د څارونکو په منځ کې، د دې ټاکنو ترسره کیدل یوه لویه آزموینه او ملي او نړیواله پيښه وبلله.

هغه د خپل هیواد په کورنیو چارو کې د یو شمیر هیوادونو لاسوهنې ته ګوتڅنډنې سره اعلان وکړ که مخالفین د ټاکنو ګټونکي شي، دی به له واک څخه لاس په سر شي.