1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ټول فلسطین کې د لاریون لپاره د فتح غورځنګ بلنه

159224026304223600
22 Jun 2020

د فلسطین د فتح غورځنګ د اسراییل له لورې د باختري کرانې د یوځای کولو له طرحې سره د مابرزې لپاره، د ټولیز اعتراض غوښتنه وکړه.

 

د فلسطین دې خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ په یوې اعلانپاڼه کې، له ټولو فلسطینیانو غوښتي چې د اسراییل ضد لاریونونو ترسره کولو سره، د دې طرحې د اجرایي کیدو مخنیوی وکړي.

تیره ورځ هم لسګونه فلسطینیانو له دې طرحې سره د مخالفت لپاره، په غزه کې راټول او سوله ییز لاریون یې وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د امریکا دولت په ملاتړ په دې وروستیو کې د فلسطین په ختیځ کې د باختري کرانې له خاورې  د۳۰ سلنه اشغال د طرحې د عملي کیدو هوډ لرلی دی.

د فلسطین ادارې همداراز له دې طرحې سره د مخالفت ښودلو سره ویلي چې پلي کول به یې د ختیځ قدس په پلازمینې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړیدو مخنیوی وکړي.