د ۴۰ هیوادونو په ګډون یو سمندري تمرین په عرب سیند کې د امنیت او ټیکاو په موخه ترسره شو.
دا پوځي تمرین چې د سولې په نوم هر دوه کاله د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي، په هغه کې د د امریکا، روسیې، بریټانیا، چین، ترکیې او نورو پیاوړو هیوادونو د سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه د پنځو ورځو لپاره خپل پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي.
د روسیې د دفاع وزارت د دې کار موخه به دې تمرین کې د ګډونوالو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پیاوړتیا او وده په ګوته کړې ده.
په همدې حال کې د ایران پوځي پلاوي په کراچۍ ښار کې د پاکستان له پوځي چارواکو سره په لیدنه کې، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی دی.