د نوازشریف ګوند د حکومت ضد اعتراضونو پر دوام، نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې تر ټولو لوی لاریون درلود.
د بیلابیلو ګوندونو په مشرۍ په زرهاو اعتراض کوونکو، د اوسني دولت له کړنو سره خپل مخالفت اعلان کړ او له واک څخه یې د دې هیواد د لومړي وزیر عمران د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه.
اعتراض کوونکي د عمران خان دولت په بې غورۍ او په دې هیواد کې د اقتصادي کړکیچ په رامنځته کیدو تورنوي او وایي چې اوس مهال دا هیواد د کرونا پاندمۍ له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
دا سرتاسري لاریون د پاکستان د دولت ۹ مختالفو ګوندونو له لوري سازمان شوی او له څو روځو را په دېخوا د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې دوام لري.
مخکې له دې، د پاکستان مخکیني لومړي وزیر نواد شریف، د پاکستان د پوځ مشر، قمرجاوید بجوا دده د دولت په پرځولو، پر قضايي سیستم فشار او د عمران خان په مشرۍ د اوسني دولت په جوړولو تورن کړی وو.