د چین حکومت د دې هیواد جوړو ته اجازه ورکړې چې تر درېیو ماشومانو نړۍ ته راوړي.
دا پریکړه د چین د ځواکمن ګوند مرکزي کمیټې په ناسته کې چې مشري یې د دې هیواد ولسمشر شي جین پینګ کوله، تایید شوه.
مخکې له دې نږدې دیرش کاله په چین کې د جمعیت د ډیریدو د مخنیوي لپاره د یوه ماشوم لرلو قانون ځواکمن وو او دولت په یوه ګام کې د دې بندیز د قوانینو بدلولو سره، کورنیو ته اجازه ورکړه چې تر دوو ماشومان ولري، خو اوس یو ځل بیا دا شمیر درییو ماشومانو ته لوړ شو.
په چین کې د وروستۍ سرشمیرنې له مخې چې نږدې یوه میاشت مخکې ترسره شوه، ښایي چې د دې هیواد جمعیت په تیرو لسو کلونو کې له ۱۹۵۰ لسیزې راپدیخوا تر ټولو لږ چټک درلود.
چین د یو میلیارد او څلورسوه میلیونه ډیر نفوس لرلو سره، د نړۍ تر ټولو نفوس لرونکی هیواد دی او په نړۍ کې له نږدې هرو پنځو وګړو، یو یې چیني دي.