1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په چین کې د یخي څلو د جوړولو تر ټولو لوی جشن جوړ شو

116414714_4f3fa59d-e271-4469-8941-8b40ff51ebf9
11 Jan 2021

دا د چین په شمال ختیځ کې د هاربین په ښار کې اوومه دیرشمه نړیواله جشنواره ده چې هر کال ترسره کیږي.

 

د دې جشنوارې جوړوونکو د یخي مجسمو، کلاوو، ماڼیو او څلو جوړولو سره، بیلابیل رنګونه ورته ورکړي او شپې مهال نندارې ته وړاندې کیږي.

د دې یخي ښارګوټي په یوې برخه کې، یو واقعي رستورانت هم له یخي لوښو او ګرمو خوړو سره جوړ شوی.

د دې جشنوارې د ګډونوالو لپاره د یخ پر سر د ورزشي لوبو لکه هاکي، فوټبال، سکیټ او سکي ځایونه هم جوړ شوي دي.

ویل کیږي چې په دې جشنواره کې د یخي ښار د جوړولو لپاره، د چین له سیندونو لسګونه زره یخونه کیندل شوي و دلته راوړل شوي.

دا جشنواره چې هر کال د چین په هاربین ښار کې ترسره کیږي، د ۴۵ ورځو لپاره دوام مومي او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو خلک په کې ګډون کوي خو سږکال د کرونا ویروس له کبله یواځې د چین ښاریان او دې هیواد کې میشت بهرني وګړي کولای شي له دې یخي ښارګوټي لیدنه وکړي.