1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کولمبیا کې اعتراضونو په تاوتریخوالي واوښتل

A riot policeman kicks a tear gas canister during a protest against the government of Colombia's President Ivan Duque, in Bogota, on November 23, 2019. - Colombia's first curfew in decades turned its capital city into a nervous ghost town, as people armed with machetes, bats and knives guarded doorways against hooded looters thought to be running wild. (Photo by Juan BARRETO / AFP)
02 May 2021

په کولمبیا کې د تاوتریخجنو اعتراضونو په لړ کې، نږدې ۴۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

 

زرګونو تنو د دولت د نویو مالیاتي قوانینو د تصویب پر وړاندې د اعتراض په څلورمه ورځ، له پولیسو سره نښته وکړه چې په پایله کې یې اته تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور هم ټپیان دي.

اعتراض کوونکو د مې له لومړۍ یا د کارګرانو نیوالې ورځې سره هم مهاله، د کولمبیا په بیلابیلو ښارونو کې راټولیدنو سره، د دې قوانینو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.

د ګزارشونو پر بنسټ، د دې تاوتریخوالي په لړ کې، د ۲۰۰ پولیسو د ټپیانیدو او ۱۸۰ تنو اعتراض کوونکو د نیول کیدو ترڅنګ، دولتي ودانیو ته له ۵ میلیون ډالرو ډیر تاوان هم اوښتی دی.

د دې هیواد بشري حقونو بنسټونو هم د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره د کولمبیا د ولسمشر په سپارښتنې نیوکه کړې ده.