1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ۲۰۲۰ کال کې په نړیواله برخه کې د روسیې اړیکې

5311545
29 Dec 2020

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې مسکو په نړیوالو او سیمه ییزو برخو کې ستونزو سره سره، د سولې له بهیر، اقتصادي پرمختیا او سیاسي خبرو ملاتړ کړی دی.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره، په نړیواله برخه کې د دې هیواد له کړنو او په ځانګړې توګه له امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې، چین،ایران،ترکیې سره د اړیکو او په نړۍ کې کرونا ویروس ته په کتو سره بهرنیو همکاریو اړوند ګزارش ورکړی دی.

د دې وزارت په ویناپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې بهرنی سیاست، د هیوادونو د اړیکو د ښه والي، سولې او ټیکاو ساتنې په برخه کې د سیاسي خبرو ټینګښت وو.

همداراز د کرونا ویروس سره مبارزه او د دې هیواد د تولید شوي واکسین ویش لپاره همکارۍ، د سوریې د آستانې سولې بهیر کې ونډه، د کورنیو او بهرنیو اختلافونو د هواري لپاره د هیوادونو ترمنځ منځګړیتوب او د نفت په نړیوال بازار کې د بیو تثبیت کې د روسیې ونډه له نړۍ سره د دې هیواد مهم او ارزښت لرونکي لومړیتوبونه ویشل شوي.