1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوټین: د وینا خپلواکي باید د دینونو د سپکاوي لپاره پلمه ونګرځي

157702968
05 Nov 2020

د روسیې ولسمشر د فرانسې له وروستي دریځ څخه د مسلمانانو د احساساتو جریحه داره کیدو ته ګوتڅنډنې سره، ټینګار کړی چې د وینا خپلواکي باید د دینونونو د پلویانو د زورولو لپاره پلمه ونګرځي.

 

ولادیمیر پوټین د روسیې د بیلابیلو مذهبونو د استازو ترمنځ په ویډیويي وینا کې، مذهبي اختلافونو ته د لمن ولو په موخه د هر ډول تحریکوونکي ګام په مخنیوي د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه: په یو شمیر هیوادونو کې حالت پیچلی دی او مونږ د وینا د خپلواکۍ په نوم د یو شمیر کسانو د تحریکوونکو ګامونو چې د نورو دینونو د پلویانو احساساتو ته تاوان رسوي، شاهدان یوو، 

ښاغلي پوټين د دې هیواد د ملي یووالي په ورځ د یو شمیر مذهبونو له مشرانو سره ولیدل او همداراز په هیواد کې یې مذهبي باورونو ته د سپکاوي د مخنیوي لپاره د یوه قانون د تصویبیدو غوښتنه وکړه.

هغه د روسیې مسلمانانو ته ژمنه وسپارله چې په ۲۰۲۲ کال کې به د روسیې په ولګا سیمه کې د اسلام دین د منلو له یو زرو او سلمې کلیزې، شانداره نمانځنه وشي.

پوټین همداراز د روسیې له روحانیونو په دې هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو په مهال کې له اړمنو سره د مرستې له کبله له هغو مننه او ستاینه وکړه.