1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

چین د برجام په برخه کې د روسیې له نوښته ملاتړ وکړ

ef11c03a-c46a-47f2-8946-554723b41de6
16 Aug 2020

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې بجینګ د ایران د هسته یي برنامې د سکالو اړوند د ناندرو د کمیدو لپاره د روسیې له هڅو هرکلی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جائو لي جیان نن یوه نۍ (اګسټ۱۶)، وویل چې چین د ایران د هسته یي هوکړې غوڅ ملاتړ کوي او د آسیا په لویدیځ کې د سولې او ټیکاو د ساتنې په برخه کې ژمن دی.

جائو لي جیان زیاته کړه چې، بیجینګ لیواله دی چې له لویدیځ سره خپلو نږدې اړیکو او همغږیو ته دوام ورکړي چې د ټولو لوریو په همکارۍ او په ګډه د ایران هسته یي مساله هواره شي.

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوټین دوه ورځې وړاندې (اګسټ ۱۴)، له برجام څخه د مسکو د ملاتړ د اعلان ترڅنګ، د ایران او آلمان په ګډون د امنیت شورا د ځانګړې ناستې د ترسره کیدو غوښتونکی شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د تسلیحاتي ممنوعیت د غځولو په موخه د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک، له ۱۱ ممتنع، ۲ هوکړې او د روسیې او چین مخالفو رایو سره له ماتې سره مخ شو.