دهیواد ځوانه فلم جوړونکې او لیک واله صحرا کریمي د یوه روڼ بهیر له لارې وتوانیده د افغان فلم مشرې پر غاړه واخلي.
میرمن کریمي د څه دپاسه لسو لنډو فلمونو او مستندونو په چمتو کولو سره توانیدلې څه دپاسه پنځوسو نړیوالو نندارتونونو ته لار پیداکړي او همدا شان جایزه تر لاسه کړي.
میرمن صحرا ۱۴ کلنه وه چې سینما ته یی مخه کړه او په دی برخه کې یی په مسلکي توګه زدکړي کړي دي.هغې د فلم جوړونې په برخه کې لیسانس،ماسټرۍ او دکترا سندونه له چک او سلواکیا هیوادونو څخه تر لاسه کړي دي.
تمه ده میرمن کریمي د افغان فلم د مشرې په توګه خپله دنده راتلونکې اونۍ پیل کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي