1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آسیایې هیوادونو ته د لاوروف دوره یې سفرونو پیل

1396022509083050810871404
14 Jan 2020

روسیه د “د هند ــ آرام اقیانوس”خپلواکې  سیمې لپاره د امریکا طرحه ویجاوونکې او نفاق اچوونکې بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف سریلانکا ته د خپل د نن درې نۍ ورځې(جنوري۱۴) سفر په ترڅ کې “د هند ــ آرام اقیانوس” خپلواکې سیمې په اړه د امریکا د ولسمشر دونالدټرامپ له لوري وړاندې شوي طرحې موخه،د سیمې د هیوادونو ویش او د واشنګټن په ګټه وبلله.

لاوروف د سریلانکا له ډیلي نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د هند د خپلواک اقیانوس سیمه نباید د سیالیو په ډګر واوړي،بلکې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په موخه باید د سیمې د هیوادونو تر منځ تلپاتې همکارۍ دوام ولري.

د هند ـ اقیانوس سیمې د خپلواکې او پرانستې  لید لوری د امریکا د ولسمشر دونالدټرامپ له لوري وړاندې شوی وو.

نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر آسیایې هیوادونو په تیره بیا سریلانکا،هند او اوزبیکستان ته خپل دوره یې سفر پیل کړ.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي