په زر هاو کسان چې د آلمان ښار په څو ښارونو کې د اروپا د کډوالو سیاستونو پر وړاندې په پراخه کچه راټول شوي په آلمان کې د کډوالو د منلو غوښتنه یې کړې ده.
په برلین،کلن، مونیج او د آلمان په نورو ښارونو کې د دې اعتراضونو په لاره اچوونکي د یونان په لیسبوس جزیرې د موریا کمپ له کډوالو سره د اروپا له چلند څخه په نیوکې سره ټینګار لري چې باید د آلمان دولت ټول دا کډوال په خپله خاوره کې ومني.
په همدې حال کې په آلمان کې د کډوالو د ملاتړ او مرسته رسونې سازمان اعلان وکړ چې نباید پریږدو چې د زرهاو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د یونان په موریا کمپ کې وروستۍ اورلګیدنې نږدې ۱۳ زره کډوال بې سرپناه کړل او تر اوسه نږدې ۹ زره یې په لسبوس جزیره کې یوه لنډمهاله کمپ کې ژوند کوي.
د آلمان دولت هم تر دمګړۍ د ۱۵۵۳ کډوالو د منلو لپاره چمتو والی اعلان کړی دی.