1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان په دریم کړیکټ لوبه کې هم ایرلند ته ماته ورکړه

photo_2017-12-06_02-37-16-1
27 Jan 2021

د هیواد ملي لوبډلې د ۵۰ اورونو سیالۍ په دوام دریمه لوبه کې هم د ایرلینډ کرکټ ملي ټیم پروړاندې د ۳۶ منډو په توپیر سره بریالي شول.

دا لوبه تیره ورځ درې نۍ(د جنوري/د سلواغې۷) لومړې د افغانستان ټیم پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ایرلینډ لوبډلې لپاره  ۲۶۷ منډې وتاکلې.

خو د مخالف ټیم ټولو کریکټ لوبغاړو لوبه په ۴۸ اوار کې پریښوده او ونه توانید چې تاکل شوي منډې پوره کړي.

د هیواد د کرکټ بورډ په وینا؛ د افغانستان ملي ټیم په دې لوبو کې د آیرلینډ ټیم ته په ماتې ورکولو وروسته د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره  ۳۰ نمرې ترلاسه کړې.