1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سفر

1C7F6409-61BD-4D6F-AAC1-4B752FF744BA_cx0_cy10_cw0_w1200_r1_s
11 Dec 2019

 

سرګیې لاوروف له دونالدټرامپ سره په لیدنه کې ویلي دي،مسکو چمتو ده له امریکا استارت تړون غځیدو لپاره هر ډول لارې سره موافق ده.

د “ټاس”، خبري آژانس د راپور پر بنسټ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د خپل سفر په پای کې د خبریالانو په منځ کې اعلان وکړ،د تګلاریزو وسلو محدودولو لپاره د تړون غځیدو لپاره له هرې لارې سره هوکړه لري او دا وړاندیز امریکا هم کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده:دا پریکړه د څو مهمو تړونونو غځیدو لپاره ده او  هر څومره ژر چې رامنځته شي ښه ده.

هغه د ولادمیرپوټین وروستیو څرګندونو ته په ګوتڅنډنې سره وړاندیز کړی دی،دا غځیدل کولای شي د کوم مځ آړ پرته د روان کال تر پایه رامنځته شي.

لاوروف په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشردونالدټرامپ خپله لیدنه جوړونکې بللې او ویلي دي چې له امریکایې لوري سره یې د نړۍ د چارو پر وضعیت بحث کړی دی او د دوه اړخیزو اړیکو په یوشمیر جدي ستونزو یې هم خبرې اترې کړي دي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې له خپل روسي سیال سره یې پر بیلابیلو سکالو په تیره بیه د وسلو پر کنټرول،د اوکراین،سوریې او ونزویلا پر کړکیچ خبرې کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف همدا شان یو ځل بیا د امریکا ۲۰۱۶ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسې هر ډول لاس وهنه رده کړه او بی بنسټه یې وبلله.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي