1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا د کرونا ویروس له خپریدو ناوړه ګټه پورته کوي

4662937
04 Feb 2020

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چین پر وړاندې له کرونا ویروس څخه د امریکا ناوړه ګټنه وغندله.

د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمدجوادظریف،په خپل ټویټرپاڼه کې د دې مطلب په څرګندولو سره همدا شان په چیني ژبه لیکلي دي چې هغه د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په ټلفوني اړیکه کې د کرونا ویروس خپریدو پر وړاندې مبارزې لپاره د چین بریالي ګامونو پورته کول وستایل او مننه يې وکړه.

په دې پیغام کې ظریف زیاته کړې ده چې د چین دولت نه یوازی دا چې د دې هیواد دننه یې د کرونا ویروس خپریدو مخه نیولې بلکې په نړۍ کې یې هم د دې ناروغۍ د خپریدو مخنیوی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې په دې برخه کې د امریکا اقدامونه غندي خو د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره په کلکه د بیجینګ تر څنګ دریږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د دوه نۍ په ورځ (فبروري ۳) له خپل ایراني سیال سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د چین له خلکو د ایران له ملاتړ څخه ستاینې ترڅنګ،د دې ویروس خپریدو اړوند وروستیو بدلونونو په اړه یې بحث کړی دی.

له چین څخه د وروستیو راپورونو له مخې،په کرونا ویروس اخته کسانو قربانیانو شمیر د فبروري تر درییمې ورځې ۴۲۵ وژل شویو ته رسیدلی دی.