د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د اوزبیکستان ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیی لاوروف تیره ورځ تاشکنت ته په خپل سفر کې د دواړو هیوادونو د اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سیمې او نړیوالو اړیکو په څيړلو سره د تاشکنت مسکو تر منځ تګلاریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل اوزبیکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره هم لیدنه کړې او په راتلونکې کې د دواړو هیوادونو د چارواکو د سفر په اړه یې خبرې اترې وکړې.
روسیه د اوزبیکستان له سترو اقتصادي او سوداګریزو همکارانو څخه دی.