1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ایراني پوځيانو په عراق کې د امریکا دوه اډې موخه ګرځولي دي

110428103_61535294
08 Jan 2020

د متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویلي دي چې ایران څه د پاسه ۱۲ بالسټیک توغندي توغولو دي چې په عراق کې څو سیمې په تیره بیا په دې هیواد کې د امریکا د ځواکونو دوه اډې موخه ګرځولې دي.

پنټاګون منلې چې د عراق په انبار او د دې هیواد په اربیل هوایې ډګر کې د دوی دوه پوځي اډې د ایراني پوځيانو تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلې دي او د دې برید تاوانونو اړوند ارزونې لپاره هڅه کوي.

له بلې خوا دونالدټرامپ په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د دې برید له مرګ ژوبلې او تاوانونو اړوند د متحده ایالاتونو څیړنې رواني دي.

په همدې حال کې محمدجوادظریف په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ایران له خپل ځان څخه د دفاع او د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور ۵۱مې مادې پر بنسټ سم اقدام کړی دی.

ښاغلي ظریف زیاته کړه: مونږ د شخړې یا جګړې د زیاتوالی په لټه نه یو،خو د هر یرغل په پر وړاندې دریږو او له خپله ځانه دفاع کوو.

دا ناندرۍ وروسته له هغې تودې شوې چې تیرې اوونۍ جمعه سهار د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا بی پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي