عربي متحده اماراتو له کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ایران ته د روغتیایي تجهیزاتو څلورمه کڅوړه واستوله.
د البیان خبري سایټ په حواله، په ایران کې د اماراتو سفیر اعلان کړی دی چې عربي متحده اماراتو یوه ۱۶ ټُني روغتیایي اړینو تجهیزاتو لیږدونکې چورلکه یې ایران ته استولې او تمه لري تر څو دا مرستې وکولای شي له کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۱۶ زره متخصصانو سره روغتیایي برخه کې مرسته وکړي.
ویل شوي دي چې دا د تیرو درییو میاشتو په لړ کې ایران ته د اماراتو د مرستو څلورمه کڅوړه ده چې استول کیږي.
په تیرې مارچ میاشت کې هم،عربي متحده اماراتو دوه ۳۳ ټُني روغتیایي تجهیزاتو الوتکې او د اپریل په دریمه هم ۷،۵ ټُني روغتیایي تهیزاتو چورلکه د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته ایران ته استولې وې.
په تیره میاشت کې هخم د ایران او اماراتو ګډې سوداګریزې خونې مشر د تیره یوه کال په ترڅ کې د تهران ـ دبی تر منځ اړیکو له پرمختګه خبر ورکړ.
د راپورونو پربنسټ، اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې څه باندې ۴۷ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له دې منځه بیا ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو په ایران کې بیا ۲۲۲ زره او ۶۷۰ کسان په کرونا اخته شوي دي او د دې ویروس له کبله څه باندې لس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.