| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ایران د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ لانجو د ژرمهاله پای غوښتنه کړې
28 Sep 2020
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټرپاڼه کې د دې هیواد د دوو شمالي ګاونډیو ترمنځ لانجې ته په ګوتڅنډنې سره په سیمه کې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
جوادظریف په دې ټویټري پیغام کې په انلګیسي ژبه وویل، ایران په کره توګه په قره باغ سیمه کې له هیښتیا ډک تاوتریخوالی څاري او دواړو لوریو ته یې د نرمښت بلنه ورکړې ده.
هغه اعلان وکړ چې تهران چمتو دی ترڅو د سوله ییزې خبرو اترو او اوربند لپاره منځګړیتوب وکړي او ټولې غاړې غواړي ترڅو ژر تر ژره دښمنۍ شاته پریږدي او د خپلمنځي اختلافونو حل او سولې ټینګښت لپاره خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ نوې پوځي نښتې وروسته له رامنځته شویو شرایطو څخه په خواشینۍ سره په دې هیوادونو کې له خپلو سیالانو سره به جلا جلا توګه د ټلفون له لارې خبرې کړې او د نړیوالو قوانینو په څوکاټ کې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ، د قره باغ سیمې پر سر نویو نښتو په پایله کې د قره باغ څه باندې ۳۰ پوځي ځواکونه وژل شوي او تمه کیږي حالت په جدي توګه د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ پیچلی شي.
ارمنستان د پوځي حکومت په اعلان سره، ویلي دي چې د آذربایجان د پوځ له لوري د غرني قره باغ بمباردولو په غبرګون کې یې لاس په پوځي اقدام وهلی دی.
خو آذربایجان بیا وایي چې د ارمنستان له لوري پر دې هیواد توغندي توغول شوي او د دوی اقدام هم د دې توغندیو په ځواب کې وو.
د دواړو هیوادونو اختلاف د قره باغ سیمې پر سر دی، ارمنستان او آذربایجان درې لسیزې کیږي چې د قره باغ پر سر لانجه لري او دواړه هیوادونه دا سیمه خپله خاوره بولي.
د ویلو ده چې د قره باغ سکاله په یوې پیچلې حقوقي او امنیتي سکالې اوښتې او لاس وندونه ښیي چې د دې ډیپلوماټیک حل لپاره یې تکل شتون نه لري.

له دې ټولو سره د ارمنستان لومړي وزیر نن اعلان وکړ چې ممکن ایران د قره باغ خپلواکي چې په آذربایجان کې خپلواکه سیمه ده او ډیری ارمني وګړي کې ژوند کوي په رسمیت وپیژني.

