د روسیې ولسمشر د نوي زیږدیځ کال په پار، د نړیوالو مسایلو اړوند د مسکو-واشنګټن د همکاریو په اړتیا ټینګار کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په خپل پیغام کې د ۲۰۲۱ زیږدیځ کال مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته خطاب سره، ټینګار کړی چې له کرونا ویروس او نورو نړیوالو ستونزو سره د مبارزې لپاره، اړتیا ده چې دواړه هیوادونو همکاري ولري.
د کرملین ماڼۍ د ښاغلي پوټین په حواله اعلان کړی چې روسیه او متحده ایالتونه، د برابرۍ روحیې او د یو بل ګټو په پام کې نیولو پر بنسټ د اړیکو ټینګولو سره، کولای شي د سیمې او نړۍ په کچه د ټیکاو او امنیت د پیاوړتیا په برخه کې ډیر ګامونه اوچت کړي.
د روسیې ولسمشر په جلا پیغام کې ډونالډ ټرامپ او د هغه کورنۍ ته هم د سلامتۍ هیله کړې ده.