برلین نن (یوه نۍ جنوري ۱۹مه) د لیبیا د نا امنیو او وضعیت په اړه یوې نړیوالې ناستې کوربه دی.
په دې ناسته کې د نړۍ د هیوادونو په تیره بیا روسې،ترکې هیوادونو مشران،نړیوالې او سیمه ییزو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو،اروپایې ټولنې،د افریقا ټولنې او عربي ټولنې استازې په کې حضور لري.
همدا شان په آلمان کې څه باندې لسو هیوادونو استازي سره راټول شوي او په لیبیا کې د تاوتریوالي او کړکیچ زیاتیدو مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي.
دا په داسي حال کې ده چې په لیبیا کې ورځ تر بلې د جګړو زیاتیدل د سوریې په شان ده.
د لیبیا ټلویزیونې شبکې د راپور له مخې د لیبیا د ملي پوځ قوماندان خلیفه خفتر هم په دې ناسته کې د ګډون لپاره برلین ته تللی دی.
په دې ناسته کې د امریکا،روسیې،بریټانیا،فرانسې،چین،امارتو،ترکې،کنګو،ایټالیا،مصر،الجزایر هیوادونو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
آلمان د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي ترڅو په روانې ناسته کې په لیبیا کې د جګړې ښکیلې خواوې د اوربند پر سر هوکړې او په پای کې هم سولې ته وهڅوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي