| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
بریکس ناستې په څنډه کې د روسیې او چین د مشرانو لیدنه
14 Nov 2019
پوتین او شی جین پینگ په بیلابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ.
د روسیې او چین ولسمشرانو د بریکس اقتصادي ناستې په څنډه کې چې د ترسره کیدو په حال کې ده دوه اړخیزې خبرې اترې ترسره کړې.
دا په روان کال کې د دواړو هیوادونو د مشرانو درېمه ناسته ویل شوې ده.
په دې لیدنه کې پوټین د روسیې او چین تر منځ اړیکې ډیری پياوړې او ټینکاو لرونکې بللي او ویې دي:دا اړیکې د هیڅ یوه هیواد تر اغیزې لاندې نه دي او د پراختیا لپاره یې هڅه کوي.
د روسیې ولسمشر د مسکو بیجینګ تر منځ اقتصادي دوه اړخیزې همکارۍ ګټورې بللي او په سیاسي،نړیوالې،پوځي او تخنیکي برخه کې پر دوامداره بحث ټینګار کړی دی.

ښاغلي پوټین چین د روسیې ستر اقتصادي شریک وباله او د روان کال په اتو لومړنیو میاشتو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو کچې لس سلنې زیاتوالی خبر ورکړی دی،اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو کچه ۶۹ میلیارډه ډالرو ته رسیدلې ده.
له بلې خوا دچین ولسمشر هم په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ، او اقتصادي برخې بریا ته په ګوتڅنډنې سره او د دې اړیکو لا زیاته پراختیا د دواړو هیوادونو (چین او روسیې) په ګټه وبلله.
په دې ناسته کې د روسیې ولسمشر په خپلو ویناوو کې هیښتیا ورکړه،او ویې ویل چې د نړۍ اقتصاد د تیر په پرتله د نا عادلانه سیالیو تر اغیزې لاندې راغلی دی،چې له هغې څخه یو اړخیز بندیز وضع کولو چې ډیری سیاسی اړخ لري یادولو شو.هغه وویل دا سکاله په هیوادونو کې د عادلانه اقتصاد د ودې پر وړاندې خنډ ګرځیدلې ده.

هغه ټینګار وکړ:په داسي شرایطو کې د بریکس ډلې هیوادونو د خپل اقتصاد پراختیا او د خپل هیواد د وګړو د هوساینې راکمیدو مخنیوي لپاره ښکار اقدامونه په پام کې نیولي دي.
په بریکس اقتصادي ډله کې(برازیل، روسیه،هند،چین او سویلي آفریقا ) هیوادونه شامل دي. چې د نومبر له ۱۳ مې څلور نۍ ورځې څخه د دو ورځو لپاره د برازیل په کوربه توب دوام لري.


روسیې چارواکو زیاته کړې ده چې ولادمیرپوټين د دې ناستې به څنډه کې همدا شان د هند له لومړي وزیر او د برازیل له ولسمشر سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.



