ترکیه له روسیې څخه د اس ۴۰۰ هوایې دفاع سیسټم د دویمې کڅوړې له تر لاسه کولو خبر ورکوي.
د ترکیې د دفاع وزارت د یوې نۍ په ورځ اعلان وکړ چې دا سیسټم به د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر اپریل میاشتې فعاله شي.
له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولودچاووش اوغلو ویلي دي چې دا سیسټم به د امریکا د هیښتیا په شتون سره سره بیا هم فعاله شي.
روسیه په داسی حال کې د اس ۴۰۰ پروژه پر مخ وړي چې مخکې له دې امریکایې چارواکو ترکیې ته هیښتیا ورکړې وه چې که چیرې اس ۴۰۰ له روسیې څخه تر لاسه کړي،د اف ۳۵ جګړه ییزو چورلکو له پروژې څخه به بهر شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي