1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

تر راتلونکو پنځو ورځو د ټرامپ د محکمه کیدو د پیل اټکل

USA-TRUMP-IMPEACHMENT_pelosi_signature_2020-01-15T223004Z_1991099736_RC2MGE9FH73D_RTRMADP_3
16 Jan 2020

د امریکا د استازو جرګې د دې هیواد د ولسمشر د استیضاح دوسیه سنا ته واستوله.

د راپورونو پر بنسټ،د امریکا د پارلمان استازو په رسمي توګه،د دونالدټرامپ د استیضاح دوه بنده سنا ته استولي دي او ویلي دي چې دا اقدام به د ولسمشر د استیضاح قانوني لار هواره کړي.

د سی ان ان شبکې د راپور پر بنسټ،د امریکا د پارلمان مشرې نانسي پلوسي وویل،له واک څخه ناوړه ګټنه او د کنګرې د استازو د لارې پر وړاندې خنډ جوړول د امریکا د ولسمشر د استیضاح لامل یاد کړي چې سنا ته وسپارل شو.

تمه ده د سنا مجلس د پنځه نۍ په ورځ (جنوري ۱۶مه) وړاندې له دې چې ستر قاضي او امریکایې سناتور “جان رابرتس” چې د ټرامپ د محکمه کیدو لپاره پلاوی ټاکل شوی،قسم یاد کړي،د استیضاح بندونه په رسمي توګه تر لاسه کړي.

همدا شان د امریکا د سنا د اکثریتو مشر میچ مک کانل ویلي دي چې اټکل کیږي د دونالدټرامپ محکمه د جنوري په ۲۱ مه درې په ورځ پیل شي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي