1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دترکیې او پاکستان ترمنځ په بیلابیلو برخو کې ۱۳ تړونونه لاسلیک شول

ترکیه پاکستان
15 Feb 2020

د ترکیې او پاکستان مشرانو ۱۳ تړونونه او د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په دې تړونونو او هوکړه لیکونو کې د سوداګرۍ پراختیا،د وسپنې د لارې په برخه کې همکاري،لیږ رالیږد،پسټي چوپړتیاوې،فرهنګ او پوځي همکاري شاملې دي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او پاکستان لومړي وزیر عمران خان تر منځ لاسلیک شول.

د دواړو هیوادونو مشرانو تر اوسه د دې تړونونو د کچې په اړه څه نه دي ویلی خو دواړو هیوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو ته وده ورکوي او ډیروي.