| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
دجاپان لومړي وزیر تهران ته سفر وکړ
12 Jun 2019
تمه ده په دې سفر کې شینزو آبه له ایراني چارواکو سره د سېمې او دوه اړخیزو سکالو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړي.
دجاپان لومړي وزیر تهران ته له سفر مخکې خبريالانو سره په مرکه کې هیله مندې ښودلې چې له ایراني چارواکو سره به دده لیدنه داسي وي چې په منځنۍ ختیځ سېمه کې لانجې راکمې او یاهم شنډې شي.
د راپورونو پربنسټ شینزو آبه د څلور نۍ په سهار د (جون په ۱۲ مه )د توکیو په هوایې ډګر هاندا کې وویل چې غواړي د ایران او امریکا ترمنځ په منځګړيتوب سره د دواړو هیوادونو لانجې چې په دې وروستیو کې لوړې شوې دي راکمې کړي ترڅو په سېمه کې د سولې او ټیکاوو په ټينګښت کې مرسته وکړي.
جاپاني چارواکو اعلان کړی دی چې شینزو آبه تهران ته په خپل درې ورځېنې سفر کې ددې هیواد له مذهبي مشر علی خامنه ای او لسمشر حسن روحاني سره لیدنه او خبرې اترې کوي.

دا ایران ته له څلور لسیزو وروسته د جاپان دیوه لومړی وزیر لومړنی سفر دی.
دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له مشرانو سره د واشنګټن تهران ترمنځ شخړو د راکميدو په اړه بحث وکړ.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي
